د طالبانو د مخالفې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود پاریس ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او سیاسي فعالانو سره لیدلي دي. دغو چارواکو ویلي چې احمد مسعود تل کولای شي د دوی په ملاتړ حساب وکړي.
د جمهوري پالو ګوند مشر او د فرانسې د ملي شورا غړي اریک سیوتي له احمد مسعود سره د خپلې لیدنې ویډیو خپره کړې ده او ویلي یې دي چې د احمد مسعود زړورتیا، او له هغه وړاندې د هغه د پلار احمدشاه مسعود زړورتیا، د ناپلیون او د فرانسې د تاریخ د لویو څېرو اتلولۍ ور په یادوي.
سیوتي ویلي، احمد مسعود تل کولای شي د دوی پر ملاتړ حساب وکړي او زیاته یې کړه چې د ښي اړخو اتحاد د جمهوريپالو ګوند له لارې د احمد مسعود له مبارزې پوره ملاتړ کوي.
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د مقاومت جبهه هڅه کوي نړیوال ملاتړ جلب کړي او له طالبانو سره خپل مخالفت نړیوالو ته روښانه کړي.