د اوسلو ۲۲م نړیوال فورم به نن د چهارشنبې په ورځ په ناروې کې ترسره شي، چې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او چارواکي به پکې ګډون وکړي.
د اوسلو فورم په ویب پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د سږ کال د غونډې موضوع "ټول سره لاس په لاس؛په بدلیدونکې نړۍ کې منځګړیتوب" ده.
دا دوه ورځنۍ غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت او د بشري خبرو اترو مرکز له خوا په ګډه تنظیم شوې ده.
په دې غونډه کې به د سعودي عربستان، چین، ایران، عمان، مصر، سوریې، قطر او اوکراین چارواکي او د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
ویل شوي، دا فورم به ګډونوالو ته یوه غیر رسمي فضا برابره کړي چې خپلې تجربې شریکې، ستراتیژۍ پیاوړې او د نړۍ د ځینو خورا پیچلو او اوږدمهاله شخړو د حل لپاره نظرونه سره شریک کړي.
په دې اړه، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي ویلي دي چې "منځګړیتوب او ډیپلوماسي د نړیوال ثبات لپاره د لومړۍ کرښې وسیلې دي."
د هغه په وینا، په داسې یوه دور کې چې تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو اتحادونه په ماتیدو دي، او د نړیوالو قوانینو لپاره کمزوری احترام ترسره کیږي، د اوسلو تړونونو په څېر غونډې ګټورې او اړینې دي.