د غزې د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل او حماس ترمنځ شل میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۵۵ زرو اوښتی دی.
د دې وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې له ۱۲۷ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په خبره، د وژل شویو کسانو له نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د اسراییل پراخ پوځي عملیات تر هغه وروسته پیل شول، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه حماس د اسراییل په سوېل بریدونه وکړل او د دغې مودې په تېرېدو سره د دې جګړې د پای کوم څرک نه ښکاري.
د غزې د روغتیا وزارت د حماس تر کنترول لاندې حکومت یوه برخه ده، خو د اسوشیېټېد پرس خبري اژانس په وینا، د دې وزارت کارکوونکي مسلکي ډاکټران دي چې دقیق شمېرې ثبتوي او خپروي.
اسوشیېټېد پرس وايي، که څه هم اسراییل د دې وزارت شمېرې تر پوښتنې لاندې راولي، خو د دې وزارت د پخوانیو جګړو د تلفاتو شمېرې په پراخه توګه له هغو شمیرو سره سمون لري، چې د خپلواکو کارپوهانو له خوا ورکړل شوې دي.
اسراییلي ځواکونو د غزې پراخې سیمې ویجاړې کړي دي او شاوخوا ۹۰ سلنه خلک یې بېځایه شوي دي.
اسراییلي ځواکونو په وروستیو اوونیو کې د غزې له ساحلي سیمې څخه تر نیمایي ډېره برخه په یوه نظامي خوندیتوب زون بدله کړې، چې د سوېلي ښار رفح هم پکې شامل دی او دا هغه ښار دی چې اوسمهال له خلکو تش شوی دی.
په عین وخت کې، هغه دوه نیمې میاشتې محاصره چې اسراییل له حماس سره د اوربند له پای ته رسېدو وروسته پلي کړه، د قحطۍ اندېښنې زیاتې کړې، خو دا اندېښنې بیا د مې میاشتې په ترڅ کې یو څه کمې شوې.
د اسراییل او متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د مرستو د وېش سیسټم چې له ګډوډۍ او تاوتریخوالي سره مخ شوی دی، ملګري ملتونه وايي چې د اسراییل د محدودیتونو، د قانون د نقض او پراخې غلا او چور له امله د خوراکي موادو د رسولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.
اسراییل حماس په دې تورنوي، چې د مرستو پیسې غلا کوي، خو ملګري ملتونه او د بشري مرستو ادارې وسله والو ډلو ته د مرستو د هر ډول سیستماتیک انحراف ردوي.
د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس وسلهوالو د اکټوبر په ۷مه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۵۱ تنه یې وتښتول.
دا په داسې حال کې ده، چې له نیول شویو کسانو څخه تر نیمايي ډېر د اوربند یا نورو هوکړو له لارې خوشې شوي دي.
اسراییلي ځواکونو تر دې دمه اته کسان ژوندي ژغورلي او د لسګونو نورو پاتې شونو ته یې لاسرسی پیدا کړی دی.