د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ وايي، داسې نښېنښانې شته چې ښايي ایران د اټومي وسلو د جوړېدو هڅه وکړي.
دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د بودیجې فرعي کمېټې په غونډه کې مطرح شوې دي.
هېګست د سناتور لېندزي ګراهام د پوښتنې په ځواب کې وویل: «ډېر شواهد شته چې ښيي ایران د داسې یو څه پر لور روان دی چې تر ډېره اټومي وسلې ته ورته دی.»
سناتور ګراهام همداراز د ایران لهخوا د دې ډول وسلو د درلودو د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او وايي: «ایا د القاعدې په لاس کې د اټومي وسلې او د ایران د ایتالله په لاس کې د اټومي وسلې ترمنځ ډېر توپیر شته؟ زما په اند نه؛ یوازینی توپیر یې د دوی مذهبي انګېزه ده.»
ورته مهال، ګراهام له پوځي چارواکو پوښتي چې ایا اسراییل فکر کوي ایران ښايي د دوی پر ضد له اټومي وسلې نه کار واخلي؟ د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکي جنرال دان «رازین» کین په ځواب کې وویل: «ممکنه ده»، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر وویل: «هو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو راتلونکې یکشنبه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرواترو نوی پړاو پېلېږي.
همدا نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم څرګنده کړې، چې ایران باید د اتومي وسلو جوړېدو اجازه ونه لري او دا خبره د ایران له خپلې تګلارې سره همغږې ده او کولای شي د یوې هوکړې لپاره بنسټ وګرځي.
عراقچي له ایران سره د اټومي هوکړې د خبرو نوي پړاو په اړه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «داسې یوه هوکړه چې وکړای شي د ایران د اټومي پروګرام سولهيیز ماهیت تضمین کړي، لاسته راوړل کېدای شي او دا بهیر په چټکۍ سره ممکن دی.»
د یادونې ده، چې ایران په وار-وار ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې سولهییزې موخې لري، خو لوېدیځ هېوادونه د دې مسئلې په تړاو اندېښمن دي.