رويټرز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا هڅه کوي ځيني هېوادونه د اسراييل او فلسطين د مسلې لپاره د دوو دولتونو د حل لارې د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو په غونډه کې له ګډون څخه منع کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محرم سند له مخې چې هېوادونو ته لېږل شوی، امریکا دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل او فلسطین د شخړې په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون ونه کړي.
واشنګټن په دې یادښت کې ویلي، چې دوی د فلسطین د دولت د پېژندلو لپاره د هر ډول یو اړخیز اقدام مخالفت کوي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات د اسراییل امنیت زیانمنوي او د امریکا د بهرني سیاست ګټو سره په ټکر کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې د اسراییل پر ضد ګام پورته کړي، ښایي د واشنګټن له لوري له دیپلوماتیکو عواقبو سره مخ شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا له لورې په استول شوي پيغام کې لیکل شوي: ««موږ له حکومتونو غواړو، چې په دې په دې کنفرانس کې برخه وانخلي ځکه چې موږ دا په غزه کې د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حیاتي او روانو هڅو په وړاندې یو خنډ ګڼو.»
ټاکل شوې ده، چې د «دوو دولتونو حل لارې» کنفرانس د جون له ۱۷څخه تر ۲۰ پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.
د غونډې موخه د فلسطین دولت د جوړولو لپاره د چوکاټ طرح کول او له بلې خوا د اسراییل امنیت ته تضمین ورکول دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د وري میاشتې په ۲۵مه هیله څرګنده کړه، چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لپاره د خپل هېواد پرېکړه به نور هېوادونه هم ورته اقدام ته وهڅوي.
مکرون مخکې اعلان کړی و، چې ښايي فرانسه د ملګرو ملتونو د یادې غونډې په ترڅ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
مکرون د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر محمود عباس څخه غوښتي، چې حماس ګوښه کړي او په خپل حکومت کې اصلاحات پیل کړي.
خو اسراییل د دې کنفرانس له امله سخت اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې دا غونډه د حماس لپاره یو ډول انعام ورکول دي او له فرانسې یې غوښتي، چې فلسطین دې په رسمیت نه پېژني.