د ایران د خیریه سازمان د ټولنيزې روغتيا مرستیال حسن موسوي د کارګرو ماشومانو شمېر ته په اشارې وايي:« تېر کال ۱۲زره او ۶۶۳ کارګرو ماشومانو د دوی له خدماتو ګټه اخیستې، خو د ټول هېواد شمېرې ښيي چې د ایراني کارګرو ماشومان شمېر د بهرنیو ماشومانو په پرتله ډېر دی.»
د ایران اېراف خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د موسوي له قوله لیکلي، چې د دې ماشومانو څلورمه برخه نجونې دي.
نوموړي زياته کړې: «تېر کال له هر کارګر ماشوم څخه لږ تر لږه درېیو تنو یې له خیره سازمان څخه خدمتونه تر لاسه کړي. زموږ یوه اندېښنه دا ده، چې د دې ماشومانو څلورمه برخه نجونې دي؛ ځکه دوی ډېر زيان منونکي دي.»
د موسوي په خبره، ۷۸ سلنه کارګر ماشومان زده کړې کوي او ۲۲ سلنه له زده کړو پاتې دي.
نوموړي ویلي، چې په دې ماشومانو کې ۷۳ سلنه د مور او پلار سره، ۲۱ سلنه له مور او ۲ سلنه یوازې له پلار سره ژوند کوي.
د ایران خیریه سازمان مرستيال د ملاتړو اقداماتو په اړه وویل: «تېر کال ۳۶۲۸ کاریګر ماشومان په ښوونځيو کې شامل شوي او ۲۵۲۸ نورو ته د زده کړو لګښت ورکړل شوی. همداراز د خوار ځواکۍ ستونزو ته په پام سره ۱۹ زره ګرم خواړه هم دې ماشومانو ته ورکړل شوي دي.»
نوموړي دا هم وویل، چې په تېرو کلونو کې له ۶۰ سلنې څخه ډېر کارګر ماشومان د دې سازمان په مرکزونو کې ساتل شوي او له سړکونو څخه راګرځېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو وختونو کې د تهران د سترې محکمې مشر علي القاصي ویلي و، چې په دغه ولایت کې د اغېزمن شویو ماشومانو ۸۲سلنه ماشومان د افغانستان دي.
علي القاصي دغه راز ویلي و، چې په تهران کې نږدې ۳۷۰۰ اغېزمن شوي ماشومان هم پېژندل شوي دي چې ۸۲سلنه یې بهرنيان دي.
ایراني چارواکو بیا په ځلونو له زدهکړو څخه محرومیت او مالي ستونزې د کارګرانو ماشومانو د زیاتېدو لامل ګڼي.