د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د تحولاتو په اړه وغږېدل

۴ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د تحولاتو په غږېدلي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ليدنه کې د دوه‌اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو تحولاتو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د بیان پر بنسټ، د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو وروستی وضعیت او همداراز د افغانستان تحولات د دواړو خواوو د بحث مهم موضوعات بلل شوي دي.

په بیان کې د افغانستان په اړه د دواړو لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو جزئیات نه دي خپره کړي.

ناروې یو له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

تېرکال یې د اوسلو کنفرانس ته طالبان هم بللي و، خو سږکال یې د طالبانو ډېپلوماتانو ته د غونډې بلنه رد کړې ده.

د روان کال په پیل کې ناروې د طالبانو یو ډیپلومات هم ومانه او دغه طالب ‌‌ډیپلوماټ نجیب الله شېرخان په ناروې کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وټاکل شو.

د ناروې دا اقدام په اروپا کې د مدني ټولنې فعالانو او ښځینه لاریون‌کوونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

ناروې لومړنی اروپايي هېواد و، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په اوسلو کې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د لوړپوړي پلاوي کوربه‌توب وکړ.

تر دې وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ښځو د دوامداره ځپلو له امله به له طالبانو سره خپلې اړیکې کمې کړې.

نور خبرونه

رادیو