د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نړۍ کې د داعش د ماتولو په اړه د امریکا په مشرۍ د نړۍوالې ټلوالې ګډه ناسته د هسپانیې په پلازمېنه ماډرید ښار کې جوړه شوه.
د دغه وزارت په وینا؛ د یادې ناستې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امنیتي پالیسۍ مشر البرټو اوچلای او د ترهګرۍ ضد مبارزې سرپرست همغږي کوونکي ګریګوري ډي لوګریفو کړې او همدارنګه په ناسته کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیاګو مارټینز بلیجو په نړۍواله کچه د داعش سره د مبارزې په اړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې کډون کوونکو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا استازو، د نړۍوالې ټلوالې له غړو وغوښتل، چې د بهرنيو ترهګرو د سفرونو، مالي تمویل، د ځواکونو د جلب و جذب او عملیاتي پلان جوړونې مخنیوي لپاره خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ټلوالې غړو د ترهګرۍ پر ضد د خپلو بهرنیو سیاستونو د همغږۍ، د قانون د پلي کولو په برخه کې د نړۍوالو هڅو او د ګډو تګلارو پر اړتیا ټینګار وکړ او ازبکستان ته چې د ټلوالې نوی غړی دی، د ښه راغلاست پیغام ورکړل شو.
په ناسته کې دا هم څرګنده شوه، چې د داعش خراسان څانګې له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره د ازبکستان مشرتابه مهم رول لري؛ څو دغه ډله د افغانستان او شاوخوا سیمو څخه تر امریکا، اروپا او نورو هېوادونو پورې د خپلو هڅو د پراخېدو فرصت پیدا نه کړي.
له بلې خوا، د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف، په مسکو کې د ګډو ملتونو د استخباراتي مشرانو په یوه بله ناسته کې خبرداری ورکړی، چې داعش او نورې توندلارې ډلې په افغانستان، سوریه او منځني ختیځ کې خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
هغه ویلي، چې سوریه کې سیاسي بدلون، د غزې جګړه، پر ایران فشارونه او په لیبیا کې ناورین د افراطیت د پراخېدو لامل شوی دی.
نوموړي د لویدیځ سیاستونه د دغو ناامنيو اصلي لامل بللی او زیاته کړې یې ده، چې د داعش مشران اوس له هغو جنګیالیو سره تماسونه لري چې یا خو د سوریې له زندانونو خوشې شوي او یا هم اوسمهال په افغانستان او سوریه کې فعالیت کوي.
د یادولو وړ ده، چې دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ترهګرۍ نړۍوال ګواښ مخ په زیاتېدو دی او نړۍوالې ټلوالې هڅه کوي چې له ګډو اقداماتو سره د دغې ستونزې مخه ونیسي.