نتنیاهو: د اسراییل د امنیت د تضمین لپاره مو د ایران رامنځته کېدونکو ګواښونو ته پام دی

۱۹ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا ایران د دغه هېواد پر وړاندې د «ترهګریزو بریدونو» مستقیم مسوول وباله او ټینګار یې وکړ، چې اسراییل د تهران د «شر محور» ګڼل شویو برخو لویه برخه له منځه وړې ده، خو د خپل امنیت د تضمین لپاره به اوسني ګواښونه تر څارنې لاندې وساتي.

نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د اسراییل په کنست کې د ارجنټاین له ولسمشر خاویر میلی سره په لیدنه کې زیاته کړه: «ایران د وژنو تر شا ولاړ دی. ایران یې پیل وکړ، پلان یې جوړ کړ او د خپلو نیابتي عناصرو له لارې یې عملي کړ.»
هغه د تهران له لوري د دوامدارو ګواښونو په اړه په ټینګار سره وویل: «د ایران استبدادي رژیم لا هم هڅه کوي چې د خپلې ترهګرۍ څانګې هر لور ته وغځوي.»
نتنیاهو د وروستیو نښتو او د اسراییلي پوځ د عملیاتو په اړه وویل: «په روانه جګړه کې چې د بیا احیاء جګړه ده، موږ د ایران د شر محوره لویې برخې له منځه وړې دي.»
د اسراییل لومړي وزیر په تېرو میاشتو کې د تهران او واشنګټن تر منځ د اټومي خبرو اترو په درشل او دغه راز تر دې مخکې هم څو ځلې ایران د اسراییل لپاره یو ګواښ بللی او د ایران پر اټومي تاسیساتو یې د احتمالي برید خبرداری ورکړی دی.

امریکا بیا ټینګار کوي، چې روان کړکیچ به د مذاکراتو له لارې حل کړي.

نور خبرونه

رادیو