د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هند د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته چې هند به هېڅکله د ترهګرۍ پر وړاندې نرم دریځ ونه نیسي او کله به هم د اټومي وسلو د ګواښ تر فشار لاندې نه راځي، غبرګون ښودلی دی. پاکستان وايي، دا د هند د ناکامۍ او نهیلۍ نښه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هند له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې نړیواله ټولنه «د قربانې کېدو د یوې خیالي کیسې» له لارې وغولوي، خو د پاکستان پر ضد د هند دوامداره کرکجنې څرګندونې هغه حقیقتونه نه شي پټولی چې هند له خپلو پولو هاخوا ترهګرۍ سره ملاتړ کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند دې د خپلو ورستیو بریدونو د توجیه لپاره د ناسمو کیسو جوړول بند کړي.
اعلامیه زیاتوي، «هغه بیانونه چې له هنده اورېدل کیږي، له یوې ناکامې پوځي ماجراجويۍ وروسته د هند د سختې مایوسۍ نښه ده.»
پاکستان ویلي، چې په خبرو اترو او ډیپلوماسۍ بارو لري، خو د هر ډول برید په وړاندې به له خپل ملي حاکمیت څخه په کلکه ساتنه وکړي.