په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، چې د بشرپاله مرستو د وېش مرکز ته نږدې د اسراییلي پوځيانو د ډزو په پایله کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا پېښه د سېشنبې په ورځ (د جون ۱۰مه) د غزې په مرکزي برخه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې زرګونه فلسطینیان د خوراکي توکو د ترلاسه کېدو په موخه د امریکا په ملاتړ «د غزې د بشري مرستو بنسټ» یا GHF د مرستو د وېش مرکز ته راټول شوي و.
رویټرز خبري اژانس د ډاکټرانو په حواله راپور ورکړی، چې ټپیان د نصیرات کمپ او د غزې ښار القدس کې د العوده روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
اسراییلي پوځ د دې پېښې په ځواب کې زیاته کړې، ډزې د مرستو د وېش له پیل نه مخکې په یوه لرې واټن کې شوي او هغه شکمن کسان یې په نښه کړي، چې د دوی ځواکونو لپاره ګواښ ګڼل کېده.
د دوی په وینا، د فلسطیني روغتیايي چارواکو لهخوا د مړو او ټپي شویو په اړه چمتو شوي معلومات د اسراییل له رسمي معلوماتو سره سمون نهلري.
د غزې د بشري مرستو بنسټ ویلي، چې دا پېښه د مرستو د وېش په سیمه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو له پیل نه څو ساعته مخکې رامنځته شوې او د نورو جزییاتو لپاره یې دا د اسراییل پوځ ته راجع کړې ده.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د سېشنبې په ورځ یې په درېیو بېلابېلو سیمو کې مرستې پرته له کومې ځانګړې پېښې وېشلې دي.
د اسراییل پوځ تر دې مخکې خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې د ماښام له ۶:۰۰ بجو نه تر سهار ۶:۰۰ بجو پورې د دغه مرکزونو تلونکو سړکونو ته نږدې نهشي، ځکه چې دا پوځي سیمې اعلان شوي دي.
په داسې حال کې چې د امر په ملاتړ د «غزې د بشري مرستو» بنسټ ادعا کوي، چې د مرستو د وېش ځایونه خوندي دي، خو ډېری فلسطینیان د مرستو رسېدو په لارو کې د سختې ګډوډۍ او بېنظمۍ راپور ورکوي.
د دغه بنسټ فعالیتونه له جدي نیوکو او امنیتي خنډونو سره مل دي.
تېره اوونۍ رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې د غزې لپاره وړاندیز شوې بودیجه د متحدهایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې لهخوا تامین شي. ویل کېږي چې دا اداره به د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای شي.