له سختو لاریونونو وروسته؛ د ټرمپ په امر سمندري ځواکونه د امریکا لاس انجلس ته رسېدلي

۲ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر سلګونه امریکايي سمندري سرتېري لاس انجلس کې ځای پر ځای شوي چې د ۴ زره ملي ګارډ ځواکونو ملاتړ وکړي.

دا ګام د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد د لاریونونو له سختېدو وروسته اخېستل شوی.

د کالیفورنیا والي ګیون نیوسم او د لاس انجلس ښاروالې کارن باس له فدرالي مداخلې سره مخالفت ښودلی.

دوی ویلي، چې زیاتره لاریونونه سوله‌ییز ول.

سمندري ځواکونه په ځانګړي توګه د فدرالي ملکیتونو او کارکوونکو ساتنه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سمندري ځواکونو لېږل یو نادره امر ګڼل کېږي.

د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالۍ سیاستونو له سختولو وروسته، لاریونونه د ټېکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم وغځېدل.

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ د دوشنبې په ماښام (د غبرګولي ۱۹مه) لسګونه خلک په ډالاس کې د «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه سره راټول شوي وو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دارنګه په اسټین ښار کې هم سلګونه لاریون کوونکي سړکونو ته راوتي وو او په لاس انجلس کې یې له لاریونوالو سره د پیوستون اعلان وکړ.

دغو لاریونوالو د ټرمپ ادارې له‌خوا د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د ځپونکو عملیاتو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

که څه هم په ډالاس او اسټین کې لاریونونه سوله‌ییز بلل شوي خو په نورو ښارونو کې بیا دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو