د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په هڅو کې "د پام وړ پرمختګ" شوی، خو دا "ډېر ژر" ده چې د یوې موافقې د لاسلیکېدو هیلې راژوندۍ شي.
سره له دې چې د امریکا متحده ایالاتو، مصر او قطر له خوا په غزه کې د اوربند د بیا ټینګولو لپاره هڅې روانې دي، خو نه اسراییل او نه هم حماس د خپلو اصلي غوښتنو څخه د شاته تګ لپاره لېوالتیا ښودلې ده او هر اړخ موافقې ته د نه رسېدو پړه پر یو بل اچوي.
د رویټرز د خبر له مخې، نتنېاهو چې د خپل ښي اړخي ایتلاف له خوا د جګړې د دوام او غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو د مخنیوي لپاره تر فشار لاندې دی، د هغه د دفتر له خوا شریک شوي ویډیو کې ویلي چې پرمختګ شوی، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې امریکایي چارواکي دغه اوربند ته ډېر خوشبینه دي او حماس ته یې ډېر ډاډ هم ورکړی او دا د واشنګټن فشار و چې ژر تر ژره دې یوه معامله ترسره شي.
رویټرز لیکلي چې له حماس او امریکايي چارواکو څخه یې په دې اړه څرګندونې غوښتې خو هغوی لا ځواب نه دی ورکړی.
اسراییل ویلي چې دوی به تر هغه وخته پورې جګړه وکړي تر څو په غزه کې پاتې ۵۵یرغمل شوي کسان خوشې او حماس له منځه یووړل نه شي.