پر اوکراین د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو ترټولو لوی برید؛ د اسیرانو تبادله روانه ده

۶ ساعتونه مخکې

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی چې دا د شپې له‌خوا پر کېیف د مسکو تر ټولو لوی برید بلل کېږي.

دا برید داسې مهال کېږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرو‌اترو تر اوسه هېڅ پایله نه ده ورکړې.

د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې دوی د دې بې‌پیلوټه الوتکو تر ۲۷۰ ډېرې له‌منځه وړې دي. اسوشیټېډپرېس د اوکرایني چارواکو په حواله زیاته کړې، چې یوازې ۱۰ بې‌پیلوټه الوتکې خپلو موخو ته رسېدلي چې په پایله کې یې یو کس ټپي شوی دی.

یاده نړۍواله رسنۍ په خپل راپور کې وايي، چې دا معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

روسیې د اوکراین په ختیځ او شمال ختیځ کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او اوکراین وايي، چې په ځینو سیمو کې وضعیت «ډېر ستونزمن» شوی دی.

که څه هم اوکراین وکړای شول، چې د روسیې په خاوره کې دننه ځینې غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړي، خو لا ډېرو بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

د جګړې د تود ډګر ترڅنګ، روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ د جنګي اسیرانو یوه بله ډله تبادله کړې ده.

اوکرایني چارواکي وايي، چې په خوشې شویو کسانو کې ټپي شوي سرتېري او تر ۲۵ کلونو کم عمرلرونکي ځوانان شامل دي.

اوکرایني چارواکو زیاته کړې، چې د بندیانو روغتیايي وضعیت ناوړه دی او کافي خوراکي توکو او روغتیایي پاملرنې ته یې لاس‌رسی نه درلود.

د جګړې له پیل راهیسې تر۲۰۰ ډېر اوکرایني بندیان د روسیې په زندانونو کې مړه شوي دي.

د دواړو خواوو ترمنځ د وژل‌شویو سرتېرو د جسدونو په اړه هم اختلافات شته.

روسیه وايي، چې اوکراین ورته مړي نه دي تسلیم کړي، خو بل خوا اوکراین بیا وايي چې روسیې د مړو بشپړ نوملړ نه دی لېږلی.

ټاکل شوې ده، چې د مړو د تبادلې بهیر به په روانه اوونۍ کې پیل شي.

بل‌خوا، روسیې ادعا کړې چې لسګونه اوکراینۍ بې‌پیلوټه الوتکې یې ویشتلي چې د دغه هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږل شوې وې.

دوه اوکراینۍ بې‌پيلوټه الوتکې د مسکو په ختیځ کې د پوځي تجهیزاتو په یوه فابریکه ویشتل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د روسیې په هوايي بریدونو کې تر ۱۲ زرو ډېر اوکرایني ملکيان وژل شوي دي.

روسیه وايي، چې یوازې پوځي اهداف په نښه کوي، خو پر استوګنیزو سیمو بریدونه دوام لري.

نور خبرونه

رادیو