د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد لاریونونه ډالاس او اسټین ښارونو ته وغځېدل

۱۸ ساعتونه مخکې

د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالۍ سیاستونو سختولو وروسته، لاریونونه د ټېکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم وغځېدل.

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ د دوشنبې په ماښام (د غبرګولي ۱۹مه) لسګونه خلک په ډالاس کې د «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه سره راټول شوي وو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دارنګه په اسټین ښار کې هم سلګونه لاریون کوونکي سړکونو ته راوتي وو او په لاس انجلس کې یې له لاریونوالو سره د پیوستون اعلان وکړ.

دغو لاریونوالو د ټرمپ ادارې له‌خوا د ناقانونه کډوالو په وړاندې د ځپلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

که څه هم په ډالاس او اسټین کې لاریونونه سوله‌ییز بلل شوي؛ خو په نورو ښارونو کې بیا دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو