د تل ابیب پولیسو او د اسراییل استخباراتي ادارې یو ۱۳ کلن هلک نیولی دی، چې ګومان کېږي د ایران له خوا یې ځینې دندې منلې وې. اسراییل وايي، دغه هلک اعتراف کړی چې د ایران استخباراتي کسانو د ټیلیګرام له لارې ورسره اړیکه نیولې او د محدودو دندو لپاره یې د مالي انعام وړاندیز ورته کړی و.
د اسراییلي چارواکو په وینا، په یادو دندو کې یوه مهمه غوښتنه د اسراییل د هوايي دفاعي سیستم ایرن دوم عکسونو اخیستل وو.
چارواکي وايي چې هلک دغه دنده نه ده ترسره کړې، خو له تورنو سره یې اړیکه او خبرې تایید شوې دي.
د امنیتي چارواکو په وینا، دا پېښه ښيي چې دښمن هېوادونه اوس هڅه کوي ان کمعمره ماشومان د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره وکاروي.