په هند کې د کرونا ۶۴۹۱ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې کېرالا ایالت تر ټولو ډېر ځپل شوی او ګجرات کې هم بیا د کرونا پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې د کرونا ۳۵۸ تازه پېښې ثبت شوې دي؛ خو په ورته موده کې بیا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د هند عامې روغتیا وزارت په وینا؛ ګجرات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۵۸ نوې پېښې ثبت کړې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې کېرالا تر ټولو ډېر ځپل شوی ایالت دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۷ پېښې ثبت کړې دي چې له دې سره د ټولو پېښو شمېر یې ۱۹۵۷ ته لوړړ شوی دی.