د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو یو وار بیا د یمن په حدیده بندر بریدونه پیل کړي دي.
د راپور له مخې؛ دغه برید وروسته له هغه کېږي، چې د اسراییل پوځ له راس عیسی، حدیده او الصلیف سیمو څخه د خلکو د وتلو امر کړی و.
لاتراوسه په دغه بریدونو کې د اوښتو زیانونه په اړه څه نه دي ویل شوي.