اسراییل د مادیلین بېړۍ د عملې ۴ تنه غړي چې د بشري حقونو فعالان دي، له دې هېواده شړي

۲۳ ساعتونه مخکې

اسراییل د مادیلین بېړۍ د عملې له ۱۲ غړو څخه ۴ تنه چې د بشري حقونو فعالان هم دي، له دې هېواده شړي.

دا بېړۍ د بشري مرستو د لېږد لپاره د غزې تړانګې ته روانه وه.

د ترکیې اناډولو خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې اسراییل د مادیلین بېړۍ د عملې ۴ تنه غړي چې یوه یې سویډني فعاله ګرټا تونبرګ هم غزې ته د بشري مرستو په بېړۍ کې وه، تېره شپه اسراييلي پوځ په نړۍوالو اوبو کې نیولې او له خپل هېواده یې شړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د مادیلین بېړۍ سورلۍ خپلو هېوادونو ته د بېرته ستنېدو لپاره د تل ابیب بن ګوریون هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.

په خبر کې راغلي، هغو اتو فعالانو چې د اېستلو د اسنادونو له لاسلیک کولو سره مخالفت کړی، ټاکل شوې چې محکمې ته معرفي شي او څلور نور فعالان چې ګرټا تونبرګ هم پکې شامله ده، له دغه هېواده وتلي یا د وتلو په حال کې دي.

د اسراییل د بشري حقونو سازمان «عادله» وکیلانو له ۱۱ فعالانو سره لیدلي او ټينګار یې کړی، چې دوی اوس مهال د رمله ښار په ګیوون زندان کې ساتل کېږي او ټاکل شوې، چې نن د کډوالۍ محکمې ته واستول شي.

خپاره شوي انځورونه ښیې، چې الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال د ګرټا تونبرګ لاسونه تر شا تړلي دي، خو د الوتکې دننه یې لاسونه خلاص او په عادي ډول ناسته وه.

د «عداله» سازمان اعلان وکړ، چې فعالانو د هېواد پرېښودو لپاره د اخراج فورمې لاسلیک کړې او د دوی وکیلان وضعیت تعقیبوی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د ګرټا تونبرګ یو عکس هم خپور کړی، چې د الوتکې د پورته کېدو پرمهال یې لاسونه تړلي ښودل شوي، خو په الوتکه کې دننه په خپله څوکۍ عادې ناسته ده.

نور خبرونه

رادیو