ډونالډ ټرمپ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو لوړپوړي ټیم سره د ایران اټومي ناورین او د غزې جګړې لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په اړه په ډیویډ پوځي کمپ کې یوه ستراتېژیکه ناسته کړې ده.
اکسیوس خبري وېب پاڼې د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ هغه هڅې چې له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر یوې هوکړې ته رسېدل و؛ ترڅو له دغه هېواد سره د جګړې مخه ونیسي او همدارنګه په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تړون چې کولای شي د غزې په تړانګه کې جګړه پای ته ورسوي؛ په دې وروستیو ورځو کې له خنډونو سره مخ شوي دي.
اکسیوس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله ویلي، چې ولسمشر ټرمپ دواړه ناورینونه له یو بل سره تړلي او په سیمه کې د پراخ جیوپولیتیک واقعیت یوه برخه ګڼي او هغه هڅه کوي چې په مناسب ډول یې اداره کړي.
د اکسیوس په وینا؛ په ناسته کې ټرمپ، د هغه مرستیال جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، سټیو ویټیکر، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی، د دفاع وزیر پېټ هیګسیټ، د ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشرې سوزي وایلز، د سي ای اې رییس جان راټکلیف او د ملي استخباراتو رییس تولسي ګابارډ او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.