د اوکراین جګړه؛ اروپايي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

پرون

اروپايي ټولنې په اوکراین کې د روانې جګړې له امله د روسیې پر وړاندې د بندیزونو ۱۸مه کڅوړه وړاندې کړې ده.

دا بندیزونه د روسیې د انرژۍ سکټور، بانکونه او پوځي تولیدات په نښه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اروپايي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ (د جون ۱۰مه) زیاته کړې، چې په دې بندیزونو کې له روسیې سره د نورډ سټریم د ګازو پایپ‌لاین له لارې راکړه ورکړه او همداراز یو شمېر روسي بانکونه هم شامل دي.

دغه کمېسیون د روسیې د خامو تېلو د بیې کچه له ۶۰ډالرو نه ۴۵ډالرو ته د راټیټېدو وړاندیز کړی دی.

دا اقدام د روسیې د تېلو د عوایدو د کمښت په موخه کېږي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون‌درلاین وايي چې د دغه وړاندیز په تړاو به راتلونکې اوونۍ په کاناډا کې د «جي ۷» هېوادونو په سرمشریزه کې بحث وشي.

ورته مهال، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د روسیې د تېلو د هر بیرل کچه باید ۳۰ ډالرو ته راکښته شي.

هغه ټینګار کړی، چې متحد هېوادونه باید د روسیې د ټانکرونو بېړۍ، د هغې د تېلو استخراج او تصفیه او د پلور بازار د محدودولو لپاره کار وکړي.

د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوي نوملړ کې تر ۴۰۰ډېرې هغه کښتۍ شاملې دي، چې د روسیې د «تېلوپټو بېړیو» برخه بلل کېږي.

همداراز، اروپايي اتحادیې وړاندیز کړی چې هغه تصفیه‌شوي نفتی محصولات چې د روسیې له نفتو څخه تولید شوي، واردات یې بند شي.

د روسیې د مستقیمو پانګونو صندوق (RDIF) مشر کېریل دیمیتریف د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې اروپايي ټولنه نه غواړي جګړه پای ته ورسېږي او له هغو هڅو ناخوښه ده چې دا صندوق د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره یې کوي.

نور خبرونه

رادیو