د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د عدليې وزارت وايي، یوه چینایي وګړي چې شنګهوا وین نومیږي او په ناقانونه توګه په متحده ایالاتو کې اوسېده، منلې ده چې د شمالي کوریا د حکومت په غوښتنه یې وسلې، مهمات او نور پوځي توکي دغه هېواد ته صادر کړي.
وین، چې د کلیفورنیا ایالت د اونټاریو ښار اوسېدونکی دی، د نړیوالو بیړنیو اقتصادي صلاحیتونو له قانون نه په سرغړونې او د یوه بهرني حکومت د ناقانونه استازي په توګه د فعالیت په تور اعتراف کړی.
د امریکا عدليې وزارت وايي، وین ته د شمالي کوریا چارواکو له خوا په چین کې د دې پلان لارښوونه شوې وه او شاوخوا دوه میلیونه ډالر هم ورکړل شوي وو.
د نوموړي محاکمه به د روان کال په اګست میاشت کې ترسره شي.