په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو.
دغه شمېره په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د یوه خبریال له وژل کېدو سره لوړه شوه.
په دغه برید کې د نوموړي ترڅنګ درې روغتیایي کارکوونکي هم وژل شوي دي.
په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د دغه خبریال نوم مومن محمد ابو العوف و.
د دغه دفتر لهخوا په یوه بیان کې ویل شوي، چې ابو العوف د بېلابېلو رسنیو سره د عکس اخیستونکي په توګه کار کاوه.
په بیان کې دارنګه د اسراییل لهخوا په سیستماتیکه توګه د فلسطیني خبریالانو په نښه کول غندل شوي دي.