ټایمز د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې بریتانیا او نور نړیوال متحدین به د غزې جګړې په تړاو د اسراییل دوه خورا ښي اړخي وزیران، ایتامار بن ګویر او سموتریچ، په رسمي ډول تحریم کړي. د رویټرز د رپوټ له مخې، د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ددغه رپوټ په اړه ځواب نه دی ویلی.
رویټرز د ټایمز له قوله وایي، لندن به له کاناډا، استرالیا، نیوزیلینډ او نورو هیوادونو سره یوځای شي چې د اسراییل د ملي امنیت وزیر بن ګویر او د مالیې وزیر سموتریچ شتمنۍ کنګل کړي او د سفر بندیزونه پرې ولګوي.
بریتانیا د نورو اروپايي هیوادونو په څیر د اسراییل پر صدراعظم بنیامین نتانیاهو فشار زیات کړی چې غزې ته د مرستو پر لاریو بندیز پای ته ورسوي.
لندن تیره میاشت له اسراییل سره د "ځوروونکو سیاستونو" د تعقیب له امله په اشغال شوې لویدیزه تړانګه او غزه کې د ازاد تجارت خبرې وځنډولې، خپل سفیر یې وغوښت او د لویدیزې غاړې پر میشت ځایونو یې نور بندیزونه اعلان کړل.