امریکا د هارورډ پوهنتون زده‌کړیالانو لپاره د ویزو د ورکړې لړۍ بیا پیل کړه

۲ ورځې مخکې

له هغه وروسته چې د امریکا یوه قاضي د ډونالډ ټرمپ له‌خوا د هارورډ پوهنتون د بهرنیو زده‌کړیالانو لپاره د ویزو بندولو پرېکړه وځنډوله، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ویزو د ورکړې لړۍ یو وار بیا پیل کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه هېواد ډیپلوماتیکو ماموریتونو ته امر کړی، چې د هارورډ پوهنتون زده‌کړیالانو ته دې د ویزو د ورکړې لړۍ بیا له سره پیل کړي.

په راپور کې راغلي، دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اونۍ په بوسټن ښار کې یوه فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې بهرني زده‌کړیالان پوهنتون ته د ننوتلو منع شوي وو، د لنډمهال لپاره وځنډاوه.

ټرمپ د ملي امنیت اندېښنو له امله په هارورډ پوهنتون کې د نړۍوالو زده‌کړیالانو پر زده‌کړو بندیز لګولی و.

نور خبرونه

رادیو