پاکستان د امنیت شورا ترهګرۍ ضد څلورو کمېټو د مشرۍ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی

۹ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د پاکستان دا غوښتنه رد کړې چې د ترهګرۍ ضد څلورو مهمو کمیټو مشري ور وسپاري.

ټایمز اف انډیا وايي، پاکستان ته یوازې د ۱۹۸۸ د طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري ورکړل شوې او د ۱۳۷۳ ترهګرۍ ضد کمیټې یوازې نایب مشري ورکړل شوې ده، چې یو تشریفاتي مقام ګڼل کېږي.

پاکستان، چې اوس د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی، غوښتنه کړې وه چې د ۱۲۶۷ بندیزونو کمیټې، ۱۵۴۰ (د وسلو نه خپرېدو) بندیزونو کمیټې، ۱۹۸۸ د طالبانو کمیټې او ۱۳۷۳ د ترهګرۍ ضد کمیټې مشري ورکړل شي. خو د شورا دننه د اجماع نشتوالي له امله دغه غوښتنې رد شوې او یوازې د طالبانو کمیټې مشري ورکړل شوې ده.

یوه چارواکي ټایمز اف انډیا ته ویلي، چې د پاکستان دغو غوښتنو د کمیټو د ویش بهیر شاوخوا پنځه میاشتې وځنډاوه، حال دا چې دا بهیر باید د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ بشپړ شوی وای.

یاد چارواکی زیاتوي چې د امنیت شورا دایمي غړي (چین، فرانسه، روسیه، برېتانیا او امریکا) غواړي د کمیټو مشري نورو غړو ته پرېږدي، ځکه پرېکړې باید د اجماع له لارې وشي.

یاده هندۍ رسنۍ وايي، پاکستان ته د طالبانو د بندیزونو کمیټې مشري ورکړل شوې، خو د هند لپاره دا ډاډمنه ده چې په دې کمیټه کې د روسیې او ګیانا حضور شته، چې «د هند متحدین» بلل کېږي.

هندي چارواکي وایي، دوی به له خپلو دوستو هېوادونو سره په شورا کې نږدې کار ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو