د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي، روسیې تېره شپه له جګړې راهیسې د بېپیلوټه الوتکو تر ټولو ستربرید کړی، چې هدف یې د دغه هیواد په لویدیځ کې یو مهم پوځي هوايي ډګر و. کیېف وايي، ۲۷۷ ډرونونه د هوايي دفاع له خوا ویشتل شوي او ۱۷۸ د الکترونیکي جګړې له لارې شنډ شوي.
دا برید داسې مهال دی چې اوکراین د جون په لومړیو کې د روسیې پر ستراتیژیکو هوايي اډو بریدونه وکړل او څو بمغورځوونکې الوتکې یې له منځه یووړې.
د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې تېره شپه پر اوکراین د بېساري هوایي برید په ترڅ کې له ۴۹۹ زیات توغندي او ډرونونه توغولي، خو د اوکراین جنګي الوتکو او هوايي دفاعي ځواکونو تر ۹۶ سلنه زیات شنډ کړي دي.
اوکراین وايي، چې۲۷۷ ډرونونه د هوايي دفاع له خوا ویشتل شوي او ۱۷۸ د الکترونیکي جګړې له لارې شنډ شوي.
دغه راز اوکراین وايي، څلوواړه بالیستیک توغندي، لس کروز توغندي، درې بیړۍ ویشتونکي او څو نور توغندي شنډ شوي دي.
د هوايي ځواک ویاند یوري ایهنات اوکرایني ټلوېزیون ته وویل، « د برید اصلی هدف یو فعال هوايي ډګر و، ځینې هدفونه لګېدلي دي».
د رویټرز د رپوټ له مخې، سیمهییز چارواکي وایي، برید د ډوبنو ښار پر هوايي ډګر شوی، چې د پولنډ له پولې شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې دی.
د پولنډ وسلهوالو ځواکونو ویلي، چې د دوشنبې پر سهار د دوی او د ناټو د متحدانو الوتکې فعاله شوې، چې د پولنډ فضایي امنیت خوندي کړي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې دا د اوکراین د روانو بریدونو په ځواب کې ترسره کېږي.
وزارت ادعا کوي، چې "ټول ټاکل شوي هدفونه" یې له منځه وړي دي.