د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو شپږم پړاو په عمان کې ترسره کېږي

۷ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، له امریکا سره د اټومي خبرو بل پړاو ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په عمان کې ترسره شي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د خبرو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۲مه ترسره شي.

ټرمپ ویلي و: «ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ هڅه کوي، خو موږ نشو کولای غني‌سازي ومنو. دوی د هوکړې لپاره چمتو نه دي او د هوکړې بدیل انتخاب ډېر وېروونکی دی. د پنجشنبې په ورځ له ایران سره خبرې لرو او تر هغه ورځې به په تمه پاتې پاتې شو.»
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو د غبرګولي په ۲مه د اېټالیا په روم ښار کې ترسره شو.
په هغه وخت کې سي‌اېن‌اېن د باخبره سرچینو له حوالې خبر ورکړی و، چې ښایي په راتلونکې ناسته کې ایران او امریکا وروستۍ هوکړې ته سره ورسېږي.
له دې سره، ایران بیا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډېر ژر به د امریکا هغه وړاندیز ته چې تهران یې «د منلو وړ» نه ګڼي، یو متقابل وړاندیز د اټومي هوکړې لپاره وړاندې کړي.
بقایي ویلي: «د امریکا وړاندیز زموږ لپاره د منلو وړ نه دی. دا وړاندیز د پخوانیو خبرو پایله نه ده. خپل وړاندیز تر نهایي کېدو وروسته د عمان له لارې مقابل لوري ته وړاندې کوو. دا وړاندیز معقول، منطقي او متوازن دی.»
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په درشل کې بیا ویل کېږي، چې د اسراییل له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
په دې اقداماتو کې د مهماتو لېږد او عملیاتي پلان جوړونه روانه ده.
تر دې مخکې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و، چې ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو ۴۰ دقیقې ټلیفوني خبرې اترې کړې دي او له دې اړیکې وروسته د اسراییل لومړي وزیر د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وزیرانو او لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون یوه امنیتي غونډه رابللې ده.
اسراییل په ځلونو خبرداری ورکړی و، چې که د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې اترې بې پایلې پاتې شي، نو د ایران پر اټومي تاسیساتو به برید وکړي.

نور خبرونه

رادیو