د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافېل ګروسي خبرداری ورکړی، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د برید په صورت کې به تهران دې ته وهڅول شي څو د اټومي وسلو جوړېدو ته مخه کړي.
ګروسي د دوشنبې په ورځ (د جون ۱۰مه) اسراییلي رسنیو ته ویلي، ایراني چارواکو نوموړي ته خبرداری ورکړی چې د اسراییل په پوځي برید سره به ایران د اټومي وسلو د بندیز له تړون نه ووځي یا به د اټومي وسلو د جوړېدو پرېکړه وکړي.
هغه زیاته کړې، فکر نهکوي چې اسراییل به دا ډول برید ترسره کړي، خو یادونه یې کړې چې د ایران اټومي پروګرام ډېر پرمختللی دی او تاسیسات یې ډېر قوي ساتل کېږي. د هغه په وینا، د دې تاسیساتو لهمنځه وړل لوی او ویجاړونکي ځواک ته اړتیا لري.
ورته مهال، ایران د اټومي تړون په اړه د امریکا د نوي وړاندیز په ځواب کې چمتووالی نیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چې د امریکا وړاندیز نیمګړی دی او د بندیزونو د لرې کولو مساله یې نه ده حل کړې.
د هغه په وینا، ایران به ډېر ژر خپل وړاندیز د عمان له لارې امریکا ته وسپاري.
بقایي همداراز د اټومي انرژۍ ادارې راپور د ایران د اټومي پروګرام په اړه «یو اړخیز» بللی او ویلي یې دي، چې دې ادارې له هغو جعلي اسنادو نه کار اخیستی چې د اسراییل لهخوا جوړ شوي دي. یادې ادارې په راپور کې ویلي، چې د ایران همکاري له پلټونکو سره بسنه نه کوي، په ځانګړې توګه د تېرو اټومي فعالیتونو په اړه چې په نااعلان شویو ځایونو کې ترسره شوي وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې هغه د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی و چې تر اوسه هېځ اقدام ونه کړي، ځکه چې خبرېاترې یوې پایلې ته نږدې دي.