د هندي سینما (بالیووډ) د پېژندل شوي ستوري عامر خان ۹۱ کلنه مور زینت خان د هغه د راتلونکي "ستوري پر ځمکه" فلم له لارې د سینما نړۍ ته لومړنی ګام ږدي.
هندي رسنیو له یوې خوا د فلم کیسه زړهراښکونکې بللې او له بلې خوا په دې فلم کې د عامر خان د مور ګډون یې د حیرانتیا وړ ګڼلی دی.
عامر خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې مور به یې د فلم په یوه وادهیزه سندره کې راښکاره شي او دا لومړی ځل دی چې هغه د فلم پر پرده راڅرګندېږي.
نوموړي زیاته کړه: «مور مې هېڅکله فلمي صحنو ته نه راتله، خو یوه ورځ یې سهار ناڅاپه زنګ را وکړ او ویې ویل: «تاسو چېرته فلم ثبتوئ؟ موږ هم غواړو راشو. تر هغه وروسته مې سمدستي موټر ور واستاوه او خور سره مې یو ځای د فلم د ثبت ځای ته راوستله.»
د عامر خان په خبره: «مور مې په ویلچېیر کې وه او د واده سندرې فلمبرداري روانه وه، چېرې چې ټول خلک خوشحاله نڅېدل. د فلم لارښود ار اېس پرسانا غوښتل دا شېبه په زړه پورې کړي.»
هغه زیاتوي، لارښود ورغلی او ویلي یې دي: «ښاغلیه، که تاسو ته بد نه ښکاري، نو کولای شئ له خپلې مور وغواړئ چې د سندرې مېلمهپېژندنې برخه کې برخه واخلي؟ دا د فلم وروستۍ سندره ده، د واده صحنه ده، غواړم هغه هم د فلم برخه شي.»
عامر خان وویل: «ما ورته وویل، ته لېونی شوی یې؟ زما دومره جرات نه کېږي چې له مور څخه وغواړم فلم کې کار وکړي، ځکه چې هغه ډېرې زړورې او کله ناکله ضدي ده.»
خو بلاخره چې کله یې له مور څخه پوښتنه وکړه، هغې ساده وویل:«هو، ولې نه!»
عامر خان وایي، دی حیران شو!
په دې توګه زینت خان د "ستوري پر ځمکه" سندره کې د مېلمهپېژندنې برخه واخیسته او دا لومړی او یوازینی فلم دی، چې د عامرخان مور پکې برخه اخستې.
د دې ترڅنګ، د عامر خان خور نکهت خان هم په دغه فلم کې یو کردار لوبوي.
عامر وایي: «دا لومړی ځل دی چې زه او خور مې یو ځای کار کوو. که څه هم هغه خپله یوه لوبغاړې ده، نو کېدای شي په راتلونکي کې نورې پروژې هم یو ځای وکړو، خو د مور ګډون دا فلم زما لپاره خاص کړ.»
د یادونې ده، چې فلم "ستوري پر ځمکه" ټاکل شوې ده چې د جون میاشتې په منځ کې نندارې ته وړاندې شي او اوس مینهوال یوازې د فلم کیسه نه، بلکې د عامر خان د کورنۍ صحنې هم له شوقه څاري.