په امریکا کې لاریونونه؛ ټرمپ د کلفورنیا د والي د نیولو ملاتړ وکړ

۸ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کلفورنیا د والي ګیوېن نیوسوم د نیولو ملاتړ کړی دی.

هغه دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې نیوسوم لاس انجلس ته د ملي ګارډ ځواکونو له لېږلو سره مخالفت کړی او دا یې «ناقانونه» اقدام بللی دی.

د ټرمپ په امر لاس‌‌انجلس ته د ملي ګارډ تر لېږلو وروسته لاریونونو زور واخیست.

دا لاریونونه د امریکا د کډوالۍ ادارې (ICE) له‌خوا د کډوالو د نیولو تر عملیاتو وروسته پیل شوي او په ځینو پېښو کې پر تاوتریخوالي اوښتي دي.

نیوسوم د دې لاریونونو په غبرګون کې وویل: «مونږ به له ولسمشر نه شکایت وکړو. هغه د وېرې خپرېدو او د زور له لارې د امریکا اساسي قانون مات کړی دی.»

نوموړي د ټرمپ اقدامات «د استبداد پر لور حرکت» بللی دی.

دا مهال د ملي ګارډ ۳۰۰ سرتېري د لاس‌انجلس ښار په بېلابېلو سیمو کې د فدرالي ودانیو د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

پولیس او ملي ګارد د کډوالو د مرکزونو په شاوخوا کې پر ځای شوي او ځیني دېوالونه د کډوالۍ ضد شعارونو سره رنګ شوي هم دي.

د فدرالي حکومت او د کلفورنیا ایالت ترمنځ ناندرۍ اوس د امریکا په کورنۍ سیاست کې یوه جنجالي موضوع بلل کېږي او د ګاوین نیوسوم دریځ یې د ټرمپ د یوه سخت انتقادکوونکي په توګه څرګند کړی دی.

نور خبرونه

رادیو