روسیې د جون پر ۷مه د اوکراین د خارکیف ښار پر مرکزي سیمو د KAB ډوله هدایت شویو بمونو برید کړی، چې په پایله کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ نور کسان ټپیان شوي.
دا برید تر هغه وروسته وشو، چې روسیې د شپې مهال خارکیف ښار باندې په پرلهپسې توګه د بېپيلوټه الوتکو په واسطه توغندي او بمونه توغولي وو.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، په هغه شپني برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۹ نور چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د خارکیف د سیمهییزې څارنوالۍ دفتر وویل، د جون په ۷مه تر غرمې وروسته لا هم ژغورونکي د هغو شپږو کسانو مړي لټوي، چې ګومان کېږي د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې ګېر پاتې وي.
د سیمې ښاروال ایهور تېرېکوف د ځایي وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې اعلان وکړ، چې خارکیف یو ځل بیا د روسیې د هدایت شویو هوايي بمونو لاندې راغلی.
د خارکیف والي، اولې سنېیهوبوف، وویل، چې روسیې څلور KAB ډوله بمونه پر ښار توغولي، چې د ښار شېفچېنکیفسکي او کیفسکي ولسوالۍ یې په نښه کړي دي.
یو بم د ماشومانو پر اورګاډي لګېدلی، چې دغه ځای د کورنیو لپاره یو مشهور تفریحي مرکز ګڼل کېږي.
په دې برید کې یوه ۳۰ کلنه ښځه وژل شوې او ۱۹ کسان نور ټپیان شوي، چې د هغوی له ډلې درې تنه په نازک وضعیت کې دي.
له ټپیانو څخه لس تنه روغتون ته انتقال شوي دي.
د اوکراین د اورګاډي ملي شرکت رییس اولېکساندر پېرڅووسکي تایید کړه، چې وژل شوې ښځه د دوی کارکوونکې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې د شرکت څلور نور کارکوونکي هم په دې برید کې ټپیان شوي دي.