د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز د یکشنبې په ورځ پوځ ته امر وکړ هغه مرستندویه کښتۍ ودروي چې د اقلیم فعالې «ګریتا تونبرګ» په ګډون یو شمېر فعالان پکې سپاره دي او غواړي د اسراییل سمندري بندیز مات کړي او غزې ته داخل شي.
دغه کښتۍ چې د فلسطینپالې ملاتړې ډلې «فلوټیلا ازادۍ ایتلاف» لهخوا پرمخ وړل کېږي، د بریتانیا بیرغ لري او د جون پر۶مه یې له سیسیلي حرکت کړی. دا مهال د مصر ساحل ته نږدې ده او ورو ورو د غزې پر لور روانه ده.
کاتز په خپله اعلامیه کې ویلي، « ما پوځ ته امر کړی چې مدلین کښتۍ دې غزې ته نه پرېږدي».
هغه زیاته کړه، « زه ګریتا ته، چې یهود ضد او د حماس تبلیغوونکې ده، واضح پیغام ورکوم: بېرته وګرځئ، ځکه تاسې به غزې ته ونه رسېږئ».
تونبرګ ویلي چې هغه د دې کښتۍ له عملې سره یوځای شوې څو د اسراییل د غیرقانوني محاصرې او جنګي جنایاتو زیاتوالي پر ضد غږ پورته کړي او بشري مرستو ته اړتیا وښيي.
هغې د اسراییل پخواني تورونه چې ګواکي یهودضده ده، رد کړي.
مدلین کښتۍ یوازې یوه سمبولیکه اندازه مرسته وړي لکه وریژې او د ماشومانو شیدې.
د دغه ایتلاف مطبوعاتي مسوولې هی شا ویه ویلي چې دا مهال کښتۍ له غزې څخه شاوخوا ۱۶۰ بحري میله (۲۹۶ کیلومتره) لرې ده.
د ګریتا تر څنګ ۱۱ نور کسان هم په کښتۍ کې سپاره دي، چې د اروپايي پارلمان فرانسوۍ غړې «ریما حسن» هم پکې شامله ده.