روسیه وايي چې د اوکرایني سرتېرو مړي سرحد ته لېږدوي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱۸

د روسیې یوه جګپوړي جنرال ویلي چې د اوکرایني سرتېرو مړي به نن له غرمې وروسته سرحد ته انتقال شي.

د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د تورن جنرال الکساندر زورین له قوله رپوټ ورکړی چې د مړو اورګاډی به ډېر ژر حرکت وکړي، خو امکان شته چې دا انتقال د راتلونکې اونۍ تر پیل وځنډېږي.

دا خبر وروسته له هغه خپریږي چې د روسیې حکومت وویل، اوکراین د جګړې اسیرانو تبادله او د وژل شویو سرتېرو د مړو منل "ناڅاپي او د نامعلوم وخت لپاره" ځنډولي دي. خو کییف دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا تورونه ناسم دي.

تر دې دمه، نه روسیې او نه اوکراین د مړو شمېر یا د تبادلې کره ځای څرګند کړی دی.

نور خبرونه

رادیو