زیلینسکي: اوکراین د امریکا په منځګړیتوب له روسیې سره اوربند ته چمتو دی

۸ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د اې بي سي نیوز له خبریالې مارتا راداتز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې هېواد یې د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوربند هرکلی کوي، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین موخه د اوکراین بشپړه ماته ده.

زیلېنسکي وویل، پوتین سولې ته هېڅ لېوالتیا نه لري او یوازې د امریکا په مشرۍ کلک فشار کولی شي چې پوتین ته واقعبینانه فکر ور وپېژني.

زیلېنسکي ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ دا واک لري چې جدي ګامونه پورته کړي او زیاته یې کړه چې پوتین یوازې زور ته غاړه ږدي، نه خبرې ته.

د اوکراین ولسمشر وویل، تېره اونۍ روسیې ۴۷۲ بې‌پیلوټه الوتکې د اوکراین پر لور الوځولې دي چې د جګړې تر ټولو پراخ برید بلل شوی.

نوموړی وايي، اوکراین محرمانه عملیات ترسره کړل چې شاوخوا ۱۸ میاشتې پرې کار شوی و.

اوکراین ادعا کوي چې دې عملیاتو د روسیې یوه پر درېیمه ستراتیژیکې بمبار الوتکې له منځه وړې دي، خو د امریکا ارزونه وايي چې شاوخوا ۱۰ الوتکې تباه شوې.

زیلینسکي وویل، چې اوکراین چمتو دی د اوربند لپاره حتا له امنیتي ضمانت پرته هم سوله وکړي، خو په دې شرط چې روسیه هم جګړه ودروي. هغه وویل، که څه هم ضمانت مهم دی، خو «موږ اوربند منو، که څه هم ډېر خوښ نه یو».

هغه د امریکا له مشرانو وغوښتل چې د روسیې پر انرژۍ د ۵۰۰ سلنه تعرفې بندیز ولګوي. هغه ټینګار وکړ چې که بندیزونه د امریکا له لوري نه وي، اغېز به ونه لري.

هغه دغه راز ویلي، چې دا جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدلای شي چې امریکا او اروپايي متحدین فشار راوړي. اوکرایني ولسمشر وايي، نړیوال د ټرمپ له لوري د «ازادې نړۍ د مشري» تمه لري.

نور خبرونه

رادیو