ټرمپ: که اړتیا وي د لاس‌انجلس نظم د ساتلو لپاره به سمندري ځواک واستوو

۸ ساعتونه مخکې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که په لاس‌انجلس ښار کې د کډوالو د نیولو پر ضد لاریونونه نور هم پراخ شي، نو د سمندري ځواکونو (مرینز) د لېږلو امر به وکړي.

ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي:«که وضعیت لا خراب شي، زه به د یکشنبې په ورځ سمندري ځواک لاس‌انجلس ته واستوم.»

هغه زیاته کړې، چې د ښار نظم ساتل ورته لومړیتوب لري او د همدې لپاره یې د ملي ګارډ ځواکونو ته امر کړی، چې په ښار کې د امنیت د ټینګښت او د قانون پلي کولو لپاره ځای پر ځای شي.

ټرمپ څرګنده کړې: «تاوتریخجن یاغي ډلې هڅه کوي زموږ پر فدرالي ځواکونو بریدونه وکړي، تر څو د کډوالو د اېستلو عملیات وځنډوي، خو دا ډول بې‌قانوني زموږ اراده لا پیاوړې کوي.»

نوموړي ویلي، چې چارواکو ته یې لارښوونه کړې ترڅو هغه ټول اقدامات وکړي چې د هغه په وینا، «د لاس‌انجلس له کډوالو د یرغل د خلاصون او د لاریونونو د ختمولو لپاره ضروري وي.»

دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې په لاس‌انجلس کې د کډوالو د نیولو د عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه پيل شوي، چې له امله یې د ښار امنیتي وضعیت خراب شوی.

نور خبرونه

رادیو