د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین، د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم فورم کې د ګډون په موخه نن روسیې ته لاړ.
طالبان وايي، ضیاءالرحمن اریوبي به په یاد فورم کې د ګډون تر څنګ، د مختلفو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره وګوري.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي نن یکشنبه «د غبرګولي ۱۸مه» په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د یاد ورارت علمي معین ضیاءالرحمن اریوبي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم فورم کې د ګډون په موخه د روسیې تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر وکړ.
هاشمي وايي، چې ددې ډلې لوړو زده کړو وزارت علمي معین به په یاد فورم کې د ګډون تر څنګ، د مختلفو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره د لیدنې ترڅنګ په ساینسي او نورو برخه کې د ګډو علمي برنامو رامنځ ته کولو، استادانو راجلبولو او نورو علمي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
که څه هم په دې فورم کې د هېوادونو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په کچه ګډون کیږي، خو طالبان وايي چې دې غونډې ته د لوړو زده کړو علمي معیین ورغلی دی.
په دې وروستیو کې د طالب چارواکو او روسي استازو راشه درشه زیاته شوې ده او په لومړی ځل روسیې د طالبانو رسمي سفیر منلی دی.
دا ګامونه وروسته له هغه اخیستل کېږي، چې روسیې طالبان د ترهګرۍ له بندیزونو بهر کړل.