الجزیرې د غزې د ملکي ژغورنې ادارې له قوله راپور ورکړی، چې د غزې په صبره سیمه کې د اسراییل په تازه هوايي بریدونکو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په وژل شویو کې اته تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو وېش ته په انتظار ولاړ وو.
د غزې د روغتیا وزرات د معلوماتو له مخې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې تر اوسه ۵۴۷۷۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۵۸۳۴ نور ټپیان شوي دي.