د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجرایوي مشرا اېلان ماسک اعلان کړی،چې د «امریکا» په نوم یې په متحده ایالتونو کې د یو نوي سیاسي ګوند د جوړولو اراده کړې.
د سي بي اېس نیوز د راپور له مخې، د اېلان ماسک دا اقدام د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هغه د سختو اختلافاتو وروسته رامنځته کېږي او دا هڅه کولای شي د امریکا په سیاسي ډګر کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
تېره اونۍ ماسک په اېکس پاڼه کې یوه نظر پوښتنه خپره کړه او د دغه خواله رسنۍ کې یې له خپلو ۲۲۰ملیون څارونکو څخه وپوښتل: «ایا د دې وخت نه دی راغلی چې داسې ګوند جوړ شي چې د امریکا د منځنۍ طبقې ۸۰سلنه استازیتوب وکړي؟». له ۸۰سلنه څخه زیاتو ځواب ویونکو له دې وړاندیز سره موافقه کړې ده.
د نظرپوښتنې یوه ورځ وروسته، ماسکاعلان وکړ چې هغه د دې نوي سیاسي خوځښت لپاره «امریکا ګوند» نوم غوره کړی دی.
دا نوم د هغه سیاسي کمیټې څخه اخستل شوی چې ماسک له دې وړاندې د ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره جوړه کړې وه. خو داسې ښکاري چې اوس د اېلان ماسک او ټرمپ لارې بېخي جلا شوې دي.
د ماسک د پراخې شتمنۍ سره سره، په امریکا کې د نوي ګوند جوړول له ډېرو قانوني او جوړښتي خنډونو سره مخ کیدونکې چاره ده. نوي جوړ شوي ګوندونه باید په مختلفو ایالتونو کې ثبت شوي وي او د رایې پاڼې کې د څرګندیدو لپاره اړین شرایط پوره کړي، دا هغه کار دی چې منظمو سرچینو او پراخ سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.
د یادولو وړ ده، چې د دې پریکړې له اعلان سره سره، دا لا څرګنده نه ده چې ایا ماسک به په بشپړه توګه له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه جلا شي او که نه، هغه په دې وروستیو کې په اېکس خواله رسنۍ د یو کاروونکي پوښتنې ته ځواب ورکړ چې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې برخه اخیستل شاید لاهم غوره انتخاب وي.
هغه د «ګوند دننه د اصلاحاتو» امکان ته هم مثبت غبرګون ښودلی دی.
بلخوا د سي بي اېس نیوز یو وروستی راپور ښودلې چې ماسک د امریکا په سیاست کې د ډیر فعال رول لوبولو په لټه کې دی او ممکن د ټرمپ نفوذ وننګوي.