نن په سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو کې لوی اختر نمانځل کېږي.
حاجیان به نن له مزدلفې څخه منی ته ستانه شي او شیطان به په ډبرو وولي، د قربانۍ مناسک به ادا کړي، کعبه کې طواف کوي، سرونه به وخریي او احرام به خلاص کړي.
د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) له ۱.۶ مېلیونو څخه زیاتو حاجیانو د حج اصلي رکن د عرفات مراسم ترسره کړل او د فلسطینیانو لپاره یې پکې ځانګړې دعا وکړه.