د بلومبرګ خبري اژانس د امریکايي او اروپايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چین سره د اړیکو په نوې تګلاره کې، له روسیې سره د اوکراین پر ضد د جګړې د ملاتړ موضوع ته لږ پام کوي.
چارواکي، چې د نوم نهښودو په شرط یې خبرې کړي، وايي چې اوسني حکومت د دې موضوع ارزښت راکم کړی او پر دوه اړخیزو سوداګریزو، ټکنالوژیکي او اقتصادي مسایلو تمرکز کوي.
دا بدلون د امریکا او د هغې دجي ۷ شریکانو له پخواني دریځه انحراف دی؛ هغه دریځ چې چین یې د روسیې د جګړې اساسي ملاتړ کوونکی باله.
د مارچ په میاشت کې، د G7 بهرنیو چارو وزیرانو د بیجینګ له خوا مسکو سره د ملاتړ غندنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې چین دې پر پوتین خپل نفوذ وکاروي، خو ټرمپ ویلي، چې له چیني ولسمشر شي جینپینګ سره په تازه تلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین موضوع بحث نهشوه.
د ټرمپ دا دریځ داسې ښکاري چې د پخواني ولسمشر جو بایډن له بهرنۍ تګلارې سره څرګند توپیر لري. بایډن د روسیې د یرغل له زاویې له نورو هېوادونو سره اړیکې ارزولې، خو ټرمپ د تعرفو، ټکنالوژۍ بندیزونو، او نایابه طبیعي موادو ته لومړیتوب ورکوي.
له بلې خوا، د ټرمپ نږدې ملاتړی، سناتور لینډسي ګراهام، د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو هڅه کوي، چې پکې د چین او هند لهخوا د ارزان بیې روسي تېلو پر اخیستلو هم محدودیتونه شامل دي. د هغه طرحه د سنا له ۸۰ زیاتو غړو ملاتړ ترلاسه کړی، چې دواړو ګوندونو ته پکې غړي شامل دي.
امریکايي چارواکي همداراز د اروپايي هېوادونو له دې دریځ ناخوښ دي، چې له یوې خوا یې پر چین انتقادونه کړي، خو له بلې خوا یې لا هم د روسیې له انرژۍ ګټه اخیستې.
که څه هم ټرمپ تر دې دمه پر چین کوم نوي بندیزونه نهدي لګولي، اروپايي ټولنه بیا د ډېپلوماتیکو او علني فشارونو له لارې پر چین نیوکه کړې. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس وايي، بیجینګ د دوګوني استفادې توکي او پوځي تکنالوژي روسیې ته صادره کړې، چې دا کار د جګړې دوام ته زمینه برابروي.