د یوه نوي تړون له مخې؛ هند د فرانسوۍ رافایل الوتکو تنه او یو شمېر برخې پخپله جوړوي

۲ ورځې مخکې

هندله فرانسې وروسته یوازینی هېواد دی، چې د رافایل جنګي الوتکو تنه او ځینې برخې به له دې وروسته پکې جوړیږي.

د فرانسې داسولټ ایوییشن او د هند ټاټا شرکت ترمنځ د یوه تړون له مخې، ټاټا به په حیدراباد کې یو مخکښ او عصري تولیدي مرکز جوړوي، چې د رافایل الوتکو کلیدي برخې به پکې تولیدیږي.

د انډیا ټایمز د رپوټ له مخې، تمه ده چې د حیدراباد له کرښې نه به لومړنۍ تنې د ۲۰۲۷–۲۸ مالي کال په جریان کې تولید شي. دا فابریکه به د هند او د رافایل د نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره کوي.

هند دا مهال ۳۶ رافایل جنګي الوتکې لري او د هند سمندري ځواک به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۶ نورې رافایل میرین الوتکې ترلاسه کړي.

دا تړون د ټکنالوژۍ انتقال، د ساتنې اسانتیاوې او د تولیدي تاسیساتو جوړولو برخې هم لري.

د فرانسې او هند تر څنګ، دا جنګي الوتکې په مصر، قطر، متحده عربي امارات، یونان، اندونیزیا، کروشیا او سربیا کې هم کارېږي یا ورته سپارل شوې دي.

داسولټ ایوییشن او ټاټا د رافایل جنګي الوتکود تنې جوړولو لپاره څلور تړونونه لاسلیک کړي دي.

د داسولټ ایوییشن رییس او اجرایه رییس اریک تراپیر ویلي، « دا لومړی ځل دی چې د رافایل فیوزلاژونه به له فرانسې نه بهر جوړېږي».

د ټاټا اجرایوي ریس او مدیر سوکرن سنګ ویلي، چې «دا همکاري د هند د هوا فضا په سفر کې یو مهم پړاو دی».

هند داسې مهال دا تړون لاسلیکوي، چې له پاکستان سره یې په څو ورځنۍ جګړه کې د خپلو الوتکو پر غورځېدو اعتراف کړی او ویل کیږي په دې کې رافایل الوتکې هم شاملې دي.

نور خبرونه

رادیو