ایران وايي چې د یورانیمو له بډایه کولو لاس نه اخلي

۲ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چې ایران به هېڅکله له خپلې اټومي برنامې او په ځانګړې توګه د یورانیمو له بډایه کولو لاس وانخلي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې کړې.

عراقچي لیکلي: "یوازې څو هېوادونه شته چې د اټومي بټیو د چلولو وړتیا لري او دا کار تصادفي نه دی. دا وړتیا نه یوازې لوی مالي امکانات او سیاسي عزم غواړي، بلکې یو قوي صنعتي بنسټ او پرمختللي علمي تخنیکي سیستم ته اړتیا لري، څو اړین بشري ځواک او تخصصي پوهه برابر کړي."

عراقچي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پرون وال سټریټ ژورنال د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات ایران ته یوه داسې «شرط پاڼه» وړاندې کوي، چې د یورانیمو غني کول پکې پای ته ورسېږي.

د امریکا دغه چارواکي ویلي، چې« که د ایران حکومت دا شرطونه ونه مني، «دا به د ایرانیانو لپاره بدې پایلې ولري.»

عراقچي وایي، چې ایران د دغو ظرفیتونو د ترلاسه کولو لپاره درنه بیه ورکړې ده او تهران به هېڅکله له هغو وطن‌پالو تېر نه شي چې د هېواد د اټومي خوب د تحقق لپاره یې هڅې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ: «که غني‌کول نه وي، معامله نشته. که اټومي وسلې نه وي، معامله شته.»

تر دې مخکې، د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ. هغه وویل: «امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هېڅ نشي کولی.»

هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»

نور خبرونه

رادیو