د متحدهعربي اماراتو د ښار محکمې دوه اسیایي وګړي د دوبۍ د ټکسي شرکت د کارګرانو په استوګنځي کې د نشهيي توکو د کارونې له امله پر درې میاشتني بند محکوم کړي دي.
د بند مودې له تېرېدو وروسته به دا کسان له دغه هېواده و اېستل شي.
د ګلف ټوډې ورځپاڼې په راپور کې همداراز راغلي، محکمې پرېکړه کړې چې دا دوه کسان له بند نه تر خلاصېدو وروسته تر دوو کلونو پورې د اماراتو د مرکزي بانک له اجازې او د کورنیو چارو وزارت له همغږۍ پرته، نهشي کولی چې له دغه هېواده پیسې واستوي او یا یې هم ترلاسه کړي.
د محکمې د اسنادو له مخې، دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د دوه کسان د کارګرانو په استوګنځي کې له نشهيي توکو سره یوځای په نشه او غیرنورمال حالت کې لیدل شوي دي.
په دوی کې یو کس اعتراف کړی، چې مخدره توکي یې د بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي دي.
د راپور تر ترلاسهکېدو وروسته پولیسو دوی نیولي او د پلټنې پرمهال یې د سګرټو له پاکټونو نشهيي توکي ترلاسه کړي دي.
د دوبۍ پولیس وايي، چې دا کسان د نورو څېړنو لپاره د مخدره توکو د کنټرول څانګې ته لېږدول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، له دې کسانو نه د نشهيي توکو ترلاسه شوې نمونې د دوبۍ د پولیسو د جرمونو لابراتوار ته لېږل شوې دي.
یوه مشکوک کس ویلي، چې دا مواد د بل چا دي، خو دویم مشکوک کس اعتراف کړی چې دا یې له یوه بل همکار نه د ۱۰ درهمو په بدل کې اخیستي او هغه کس بیا دا مواد له یوه افریقايي وګړي څخه راوړي و.
پولیس وايي، چې دا درېیم کس هم نیول شوی او محکمه یې روانه ده.