د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي، چې هېواد یې باید د اوکراین د وروستیو بریدونو ځواب ورکړي.
دا خبرې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو لهخوا د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو تر برید وروسته شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، ټرمپ په یوې۷۵ دقیقې تلیفوني اړیکه کې له پوتین سره د دې بریدونو او همداراز د ایران اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ټرمپ په وینا، له پوتین سره خبرې «ښې» وې، خو دا بسنه نه کوي چې سملاسي دې سوله تأمین شي.
همداراز، پوتین له خپلو لوړپوړو چارواکو سره په یوې غونډه کې ویلي، چې د ده په اند د اوکراین ولسمشر سولې ته لېوالتیا نهلري.
هغه همداراز پر پلونو بریدونه، پر ملکيانو برید وباله او زیاتوي چې دا د یوه «ترهګریز سازمان» لهخوا ترسره شوي چې د ځینو هېوادونو له خوا ملاتړ ورسره دی.
بلخوا، ټرمپ وايي چې پوتین ورته ورته ویلي چې روسیه باید د اوکراین بریدونو ته ځواب ورکړي. هغه همداراز هیلهمندي ښودلې، چې پوتین کولای شي له ایران سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د امریکا په خبرواترو کې رغنده رول ولوبوي.
روسیه او امریکا د نړۍ تر ټولو لوی اټومي ځواکونه دي، چې دواړه هېوادونه پرمختللي اټومي بریدګر سېسټمونه لري او د دې سېسټمونو هر ډول ګواښ یا برید کولای شي د کییف او مسکو کړکېچ نور هم خطرناک کړي.
کرملین وايي، ټرمپ په ټلیفوني خبرو کې پوتین ته ډاډ ورکړی چې متحدهایالات د اوکراین د بریدونو په تړاو هېڅ وار دمخه معلومات نهدرلودل.
که څه هم د واشنګټن رسمي دریځ لا روښانه نه دی، خو ځینو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي جګړه نوي پړاو ته دننه شي.