متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وړاندیز شوی پرېکړهلیک ویټو کړ، چې په غزه کې له قید او شرط پرته یې د سمدستي اوربند غوښتنه کوله.
د امنیت شورا پاتې ۱۴ نورو غړو بیا دغه پرېکړهلیک تایید کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازې وویل، چې وړاندیز شوی پرېکړهلیک په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د روانو ډیپلوماتیکو هڅو بنسټیز حقیقتونه له پامه غورځوي او په دې سره به حماس نور هم با جرأته شي.
دروتي شيا د امنیت شورا له غونډې مخکې په خپلو څرګندونو کې وويل، چې هېواد يې له هېڅ هغه پرېکړهليک څخه ملاتړ نه کوي، چې حماس په کې محکوم نه کړي او د دې ډلې د بېوسلې کولو او له غزې د وتلو غوښتنه ونه کړي.
اسراییل وايي، تر هغه وخته پورې چې حماس د دوی یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي او له غزې و نه وځي، جګړې ته دوام ورکوي.
دغه هېواد د اروپایي او کاناډایي متحدانو له خوا د غزې د بشري وضعیت په اړه نیوکې د حماس په ګټه ګڼي او په غزه کې د بشري ناورین جديت ردوي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د اسراییل په بریدونو کې ۴۵ فلسطینیان وژل شوي او اسراییل دا هم ویلي، چې یو سرتېری یې په نښتو کې وژل شوی دی.