د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې د خوړو خوندیتوب وضعیت د نسبي ښهوالي سربېره، په افغانستان کې تر ۹.۵ مېلیونو ډېر خلک لاهم د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.
د دغه سازمان د وروستۍ ارزونې پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له مې تر اکټوبر پورې د افغانستان شاوخوا ۲۱ سلنه نفوس چې ۹.۵ مېلیونه وګړي کېږي، په بحراني یا ډېر ناوړه وضعیت کې دي. له دې جملې نه ۱.۶ مېلیونه خلک په بېړني وضعیت کې او نږدې ۸ مېلیونه نور بیا ډېر ناوړه وضعیت کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په مارچ او اپرېل کې د هغو خلکو شمېر چې بېړنیو خوراکي مرستو ته یې اړتیا لرله، شاوخوا ۱۲.۶ مېلیون ته رسېده.
د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د دې پرمختګ اصلي لاملونه د شخړو کمېدل، اقتصادي وده او دوامداره بشري او کرنیزې مرستې دي.
ورته مهال، د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې د اقلیم د بدلون، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او د خوړو د خوندیتوب لپاره د بشري مرستو په برخه کې د ۴۰ سلنه کمښت له امله ستونزې کولای شي لاستهراوړنې له ګواښ سره مخ او زیانمنې کورنۍ بېرته ناورین ته اړ کړي.
نوموړي سازمان پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب د ډاډمنتیا لپاره په دوامداره او سېستماتیک ډول د هڅو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، چې له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو تر کمېدو وروسته، دغه هېواد اوس مهال له یوه پراخ، ژور او دوامداره بشري ناورین سره مخ دی او هېوادوال سملاسي مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی و، چې د امریکا متحدهایالاتونو د مالي ملاتړ له دوام پرته به مېلیونونه افغانان له بشرپاله مرستو بېبرخې پاتې شي.