طالبانو په کندهار کې د اختر لپاره د مرکزي عیدګاه او نورو جوماتونو امنیتي تدابیر سخت کړي

۲ ورځې مخکې

د لوی اختر په مناسبت، د کندهار ښار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت سخت شوی او د ښار مهمو دیني، دولتي او عامه ځایونو ته د خلکو تګ راتګ له جدي څارنې او تالاشۍ سره مخ دی.

طالبانو هغه جوماتونه او سيمې تر سخت څار لاندې نیولي، چې د اختر لمونځ په کې ادا کېږي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) ویلي، چې له تېرو دوو ورځو څخه په ښار کې ګام پر ګام تالاشۍ کېږي او ګڼه ګوڼه هم زياته شوې.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، سږ کال هم د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اختر د لمانځه امامت کوي او همدغه موضوع د امنیتي تدابیرو د لا سختېدو لامل شوی.

د عیدګاه جومات شاوخوا کوڅې، نږدې ودانۍ او کورونه د طالبانو له خوا تالاشي شوي او څو ورځې مخکې کندهار پوهنتون چې له عیدګاه سره نږدې موقعیت لري رخصت شوی دی.

طالبان سره له دې چې ډېری یې ځانګړې جامې هم نه لري په ملکي جامو کې په تالاشۍ او ګزمو بوخت دي.

سرچينې زياتوي، چې د طالبانو استخباراتي غړي په ملکي جامو کې په عامه ځایونو، د ښار په هوټلونو او د بازارونو په شاوخوا کې ګرځي او د خلکو فعالیتونه له نږدې څاري.

د اختر په مناسبت د کندهار د احتمالي پېښو د مخنیوي او چمتوالي لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان مولوي طالب، د دغه ډلې د والي ملاشيرین، د استخباراتو او نورو ادارو تر منځ هم د همغږۍ ناستې شوي دي.

د سرچینو په خبره، د ښار په تلونکو لارو ځانګړې امنیتي کسان ځای پر ځای شوي او ټول وسایط تالاشي کېږي.

د طالباو امنيتي مسوولینو په خپلمنځي ناسته کې ویلي، چې یوازې باید تمرکز د لمانځه پر ځایونو نه، بلکې د ښار عمومي وضعیت ته وشي او د هر ډول ناامنۍ مخه ونیول شي.

د کندهار اوسېدونکي که څه هم د امنیت د ټينګښت او د وسله والو غلاوو د مخنيوي غوښتنه کوي؛ خو د پرله پسې او ګام پر ګام تالاشيو څخه په تنګ شوي دي.

د تېر کوچني اختر پر مهال په مرکزي عیدګاه کې طالبانو درنې وسلې، لکه دومیله‌ چې د هوايي بریدونو د دفع لپاره کارول کېږي، هم ځای پر ځای کړي و.

سږ کال که څه هم په ښکاره اعلان نه دی شوی، خو د ورته ترتیباتو نښې بیا هم لیدل کېږي.

طالبانو لا تر اوسه د لوی اختر لپاره د لمانځه مشخص ځایونه نه دي اعلان کړي؛ خو دغه ډله د اختر د ورځې څخه یوه ورځ مخکې دغه سيمې اعلانوي.

له ۲۰۲۱ وروسته کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د اختر د لمانځه مشري تر ډېره د ملا هبت الله له خوا ترسره کېږي.

له همدې کبله د طالبانو چارواکي د عیدګاه شاوخوا امنیت ته ډېره پاملرنه کوي؛ ځکه تر اوسه دا سیمه د دوی لپاره یو سمبولیک ارزښت لري.

نور خبرونه

رادیو