د خلیج همکاریو د وزیرانو شورا په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټیکاو پر اهمیت، د ښځو د زدهکړو او کاري حقونو پر ډاډمنولو ټینګار کړی دی.
د دغه شورا په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې په ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان ولس د ملاتړ، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لهخوا د افغانستان خاورې کارولو مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.
د خلیج همکاریو شورا (GCC) د خپلو غړو هېوادونو لهخوا افغانستان ته د ورکړل شویو بشري مرستو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانانو د کړاوونو کمولو لپاره له دغه هېواد سره خپلې بشري، اقتصادي او پرمختیایي مرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د خلیج همکاریو شورا د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۶۴مه ناسته په کویت کې جوړه شوې وه.
په دغه ناسته کې د فارس خلیج د عربي هېوادونو د چارواکو یوې ډلې چې پکې متحده عربي امارات، بحرین، سعودي عربستان، عمان، قطر او د کویټ هېوادونو چارواکي شامل وو؛ د شورا د عمومي منشي جاسم محمد عبدالله البدوي سره یوځای خپله وروستۍ اعلامیه خپره کړه.
د فلسطین روان کړکېچ او د غزې اوسنی وضعیت، د پخلاینې او سولهییز ګډ ژوند د اصولو پیاوړتیا، د ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه، ایران، یمن، عراق، سوریه، لبنان، لیبیا، سومالیا، هند او پاکستان، او د روسیې-اوکرایین کړکېچونه د شورا د غونډې له اساسي موضوعاتو څخه وو.