نن سهار د بلوچستان په ناارامه سیمه تُمپ کې د پاکستان د حکومت یو لوړپوړی چارواکی، مرستیال کمېشنر محمد حنیف نورزی د بلوڅ وسلهوالو له خوا تښتول شوی دی. د برید پر مهال له نوموړي سره د هغه مېرمن، موټرچلوونکی، ساتونکی او ماشومان هم وو، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو هغوی خوشي کړي.
د تښتونې پر مهال له نوموړي سره د هغه مېرمن، موټرچلوونکی، ساتونکی او ماشومان هم وو، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو هغوی خوشي کړي دي.
د بلوچستان ازادي محاذ ویاند میجر ګواهرام بلوڅ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا «استخباراتي عملیات» وو، چې د دې ډلې د پټې څانګې د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي.
نوموړی وايي، چې نورزی د «پلټنو لپاره» د ډلې اړوندې تحقیقاتي څانګې ته سپارل شوی دی.
ګواهرام بلوڅ زیاته کړې، چې « که د پاکستان دولت په زوره د نورزي د خوشي کولو هڅه وکړي، نو د عواقبو مسوولیت به یې یوازې د اشغالګر دولت پر غاړه وي».
بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې له یاغيګرۍ، بېثباتۍ او وسله والو عملیاتو سره مخ دی، چې اصلي علتونه یې اقتصادي بېعدالتي، سیاسي محرومیت او د طبیعي زیرمو کنټرول بلل کېږي.
پاکستاني ځواکونه په سیمه کې پراخ عملیات کوي، خو نړیوالې څارونکې ډلې پر هغوی د بشري حقونو د نقض تورونه هم لګوي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د دې پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، خو وخت ناوخته هند د بلوڅ وسله والو په ملاتړ تورنوي.